|
دغه ویبلاگ د اسلامی _ سیاسی او نور داسی غوره مطالب پکی خپریژی.
|
چتینگ وکری : اول خپل نوم ولیکی بیا چتینگ وکری.
Chating Wakry
Please Chat with your FRND
Please write comment
نظر حتماً ولیکی د یاد نه مو لار نشی

افغانستان زمونژ گران هیواد دی.
فلسفه څه ده؟
فلسفه څه ده؟
،،و من يوتى الحكمه فقد اوتي خيراً كثيراً،،
د بقرې سورت، ۲۶۹ ايت
ژباړه: څوك چې د حكمت (فلسفې) له نعمته برخمن شو، بېشكه، چې ډېر لوى خېر وركړ شو.

خداى تعالى انسان ته دوه ډوله پېغمبران وركړي دي، يو ظاهري پېغمبر، چې له ادمه تر خاتمه صلى الله عليه وسلم په انساني بټو راغلي دي او يو باطني پېغمبر، چې عقل دى. د دواړو كار هم د انسانانو لارښوونه ده او دواړه له يو بل پرته كارندوالى نه لري، كه خو دا د علم، پوهې او تفكر خاوندان دي، چې د سم لارو او نېكمرغانو په ټولي كې راځي او خداى تعالى ړانده مقلدان غندي.
فلسفه او منطق انسان په تكفر او سوچ كولو كې له خطا ساتي او هغه ته د سم تعقل او فكر كولو لاره ښي.
نن سبا چې ختيځه او لوديځه فلسفو ماتې خوړلې ، شوروي دړې وړې شوې اود لوديځ كبر ماڼۍ او ايډيالوجي په شړېدو ده، د متمدنې نړۍ بنيادم د كمونېزم، سوسيالېزم، ماده پرستۍ، پانګه وال نظام او ننورو ډډ، نظاموو په پوچوالي په پوهېدلو سره يو ځل بيا د حقيقت او حق د لارې تږي او په لټون دي. په دې پېچلې نړۍ كې چې د حق او حقيقت پېژندل دومره ګران دي، لكه په توره شپه كې په توره كاڼې د تور مېږي ليدل، نو انسان بايد هرګام په پام اوچت كړي، چې د ښوېدو وېره ده. دلته دم او قدم دواړه په حساب دي، او د سم تعقل او د هر دي، مذهب او لارې د پېژندلو لومړې شرط د عقل او تفكر د لارو او روشونو زده كول دي. فلسه دې ته ملا تړي، چې انسان ته د سوچ كولو او تفكر سيخه لاره په ګوته كړي، فلسفه موخه (هدف) نه دى، وسيله ده، لار ده او عينكې دي، چې بنيادم ته په لارې د تلو چل ورښيي او د سترګو د سمو غړولو او د حقيتق د لارې په يون كې د تللو او سمون ګامونو د اخيستلو لاره په ګوته كوي.
نن چې لوديځې، ختيځې او مادي فلسفې ماتې خوړلې له اسلامي فلسفې سره د پېژندګلوۍ ضرورت تر پخوا زيات احساسېږي.
اسلامي فلسفه او نړۍ ليد زموږ د نورو اسلامي معارفو بنياد دى. موږ كه خپل فلسفي اصول او مكتب، راښكونكې بيان، منطقي تړاو او ساده او رواني قلم يا ژبې سره نړۍ او حقيقت پالو ته وړاندې كړى شو، اسلامي كولتور او اصول په نړۍ كې خپل مقام بيا ترلاسه كولاى شي.
د مسلمانانو لويه ستونزه دا ده، چې تراوسه نه دي توانېدلي د اسلام فلسفې او معارفو بدايه محتوا، ژورتيا او ډكه لمن په ساده او روانې ژبې نړۍ ته وړاندې كړي، او هغه په بېلابېلو انساني علومو كې دود كړي، چې د لالهانده انسان له سرګردانۍ وژغوري.
البته فلسفه او منطق د نورو تر پوهولو مخكې د ځان د پوهولو لپاره ضروري ده او لازمه ده، هر انسان د منطق او فلسفې بنيادي او لوى ټكي لكه علت معلول، ماده مجرد، جوهر عرض، وجود ماهيت، وجوب امكان او امتناع وغېره زده كړي.
د خداى فضل دى، پښتانه پر دين مين خلك دي، او ښايي تر هرچا زياتې ديني مدرسې په پښتنو كې وي، د يو ديني طالب لپاره خو د فلسفې د بنيادي اصولو زده كولو نور هم ضروري دي، ځكه چې انساني شعور پرمختګ كړى او نننۍ انسان بې منطقه او بې ربطه وعظ نه مني.
دغو ضرورتونو ته په پام سره ما هڅه كړې د فلسفې لومړي اصول او ټكي په ډېره ساده او روانې ژبې سره په ۱۷ درسونو كې ستاسو د تندې ماتولو لپاره راغونډ كړم.....
دا چې په پښتو كې د هر علم ضرورت دى، او د پښتو لمنه د نثر په برخه كې تر سيالو ژبو سپكه ښكاري، دا به په پښتو كې يوه ښه او ګټوره اضافه وي، او يو څه تنده به مو ماته كړي.
په درناوي
عبدالرحيم درانې
تهران، پښتو خپرونه
د فلسفې اهميت او ضرورت
د فلسفې د پيلولو په لومړي ګام كې غوره ده بنيادم په دې پوه شسي، چې فلسفه كومو پوښتنو ته ځوابونه وايي او د فلسفې د زده كولو ګټه څه ده. او كومې اړتياوې پوره كوي؟ او كه انسان فلسفه ونه وايي څه كمې به ولري؟
كه د فلسفې د زده كولو په پيل كې په دغو خبرو فكر وكړئ او دغو پوښتهنو ته ښۀ ځير شئ او غور پرې وكړ، په تاسو كېپخپله د فلسفې د زده كولو او تحقيق محرك پيدا كېږي او په مينه او دلچسپۍ سره به د فلسفې زده كول پېل كړئ.
د فلسفې د اهميت د روښانه كېدو لپاره ښه ده په لاندينيو پوښتنو فكر وكړئ:
ايا زه او تاسو وجود لرو؟ يانې موجود يو؟
وجود يانې څۀ (وجود څۀ ته وايي)
ايا موجودات بې انتها دي؟
موجودات ولې پدا شوي (په وجود كې راغلي دي)؟
تېر حال او راتلونكې يانې څۀ؟ او زمان او (وخت) څه ته وايي؟
ايا ټول موجودات مكان (ځاى) لري؟
خداى تعالى څڼګه موجود دى؟
ايا ماده د خپل ځآن خالقه (پنځوونكې) نه شي كېداى؟
ايا غير مادي موجود هم شته؟
خداى ولې نه ليدل كېږ؟
د ورح مطلب څه دى او څنګه موجود دى؟
دا د هغو پوښتنو يوه بېلګه ده، چې فلسفه يې د ځواب وركولو هڅه كوي.
ايا تاسو ته ددغو پوښتنو ځواب درځي؟ ايا تاسو ددغو پوښتنو د ځوابونو زده كولو ضرورتنه اساسوئ؟ كه داسې احساس لرئ او په رتيا د دا ډ،ل پوښتنو له ځواب سره مينه لرئ، په حقيقت كې د فلسفې په اهميت او ضرورت پوه شوي ياست.
د لاندې سرليكونو لپاره دا وېب پاڼه بيا وګورئ
په درنښت
د انسان مهمې پوښتنې
فلسفي مطالعه او له حېرانتيا او پوچۍ نجات
د فلسفي انسان پېژندنې ضرورت او اهميت
د اسلامي عقيدو د اصولو د ثابتولو لپاره د فلسفې ضرورت د لاله زار بلاگ نه مننه کوم
دافغانستان ملي سرود
د ا وطن افغانستان دی - د ا عزت دهر افغان دی
کور د سولی کور د توری - هر بچی یی قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی _ د بلوڅو د ازبکو
د پښتون او هزاره وو _ د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب ٬ ګو جر دي - پامیریان ٬ نورستانيان
براهوی دي ٬ قزلباش دي - هم ایماق٬ هم پشه ییان
دا هیواد به تل ځلیږي - لکه لمر په شنه اسمان
په سینه کی د اسیا به - لکه زړه وي جاویدان
نوم د حق مو دی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر
دارنګه دولت د سياسي اقتصادپوهانو لكه ماكس وبر او سياسي فلسفيانو له نظره: د دولت جوړونكي اورګانونه وزارتونه او نور اورګانونه دي.
| لومړی څبرکی حضرت محمد (ص) د انسانیت او عالمیت پیغمبر | ||
د اميرالمومنين حضرت امام علی (ع) شخصيت يو عجيبه او معجزاتی شخصيت دے او د خداے له ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) نه پس داسې شخصيت په انسانانو کښې نشته چې په يو وخت او يو وجود کښې د امام علی (ع) غوندې متضاد صفتونه ولری. يعنې هر انسان کښې يو يا څو صفتونه د نورو صفتونو په نسبت زيات يا کم وی خو د حضرت علی (ع) په شخصيت کښې ټول متضاد صفتونه په يوه پېمانه کښې او په اعلی حد کښې موجود وو. لکه د خداے پاک د معرفت په مقام کښې داسې وو چې فرمايل به يې چې که زما او د خداے پاک ترمېنځ ټول حجابونه لرې شی نو زما په معرفت کښې به څه اضافه و نه شی. دغه شان د خداے د ګران رسول (ص) په اطاعت کښې دومره تابعدار ؤ چې د خداے پاک په وحی او د رسول اکرم (ص) په حکم کښې به يې هيڅ فرق نه محسوسولو او د رسول الله (ص) فرمان به يې عېن د خداے فرمان ګڼلو او که پېغمبر اکرم (ص) به فرمايل چې شپه ده نو شپه به يې منله او که فرمايل به چې ورځ ده نو ورځ به يې منله او حکم منلو کښې به د اوربشې د دانې هومره چون او چرا نه کوۀ. لکه د مثال په توګه د هجرت په شپه چې کله د رسول اکرم (ص) کور د کافرانو ټولو قبيلو محاصره کړے ؤ او د ټولو نظر د خداے د ګران رسول (ص) په بستره باندې ؤ او د فرصت په تلاش کښې وو چې د هغه حضرت په بستره باندې حمله وکړی او شهيد يې کړی خو رسول الله (ص) د خداے پاک په حکم سره په دغه شپه له مکې معظمې نه مدينې منورې ته د هجرت کولو لپاره حرکت وکړ او په خپله هغه بستره چې مرګ يې په سر ځوړنده ولاړ ؤ حضرت علی (ع) ته په دغه بستره د اودۀ کېدو حکم وکړ. چې د دغې شپې متعلق حضرت علی (ع) په خپله فرمائی چې زما دې په هغه خداے قسم وی چې زما ځان يې په اختيار کښې دے چې ما کوم بې غمه خوب په دغه شپه کړے دے په ژوند کښې مې دومره بې غمه خوب نه دے کړے او د دې وجه دا ښئ چې د خداے ګران رسول (ص) راته حکم راکړ چې زما په بستره اودۀ شه يعنې دا يې راته و نه فرمايل چې ويښ وسه او د دښمنانو خيال ساته، بلکې بس حکم وشو چې اودۀ شه نو زۀ هم د حکم په تعميل کښې بې غمه اودۀ شوم او بله وجه دا چې د خداے د ګران رسول (ص) په وېنا يې کامله عقيده وه ځکه چې رسول الله (ص) ورته دا هم وفرمايل چې سبا هغه امانتونه چې خلقو له ما سره اېښودی دی خلکو ته ورکړه او د نبی د کورنۍ له پاکو مېرمنو سره ما پسې مدينې ته راځه نو دلته د رسول الله (ص) په دې قول هم مکمل ايمان ؤ چې سبا پورې او حتی مدينې ته تر هجرت پورې به ژوندې وی او دښمنان ورته هيڅ ضرر نه شی رسولے نو ځکه بې غمه اودۀ شو بله دا چې په ويښه به يو سړے کوشش وکړی چې د رسول الله (ص) اطاعت او پېروی وکړی خو په خوب کښې ناممکنه ده خو تاريخ ليکی چې حضرت امام علی (ع) حتی د اودۀ کېدو په څه رنګوالی کښې هم د پېغمبر اکرم (ص) پېروی کوله چې حتی ټوله شپه دښمنانو هم دا فرق معلوم نه کړو چې په بستره پېغمبراکرم (ص) اودۀ دے او که بل څوک.
همدا رنګ د دغه عجيبه شخصيت د ژوند په حالاتو کښې مونږ وينو چې که به د عبادت په محراب کښې خداے پاک ته په نموځ او راز و نياز ولاړ ؤ نو که يو ناپېژندلی کس به اوليد نو دا فکر به يې کوۀ چې دا سړے چې خداے پاک ته په عبادت ولاړ دے يو ترک دنيا او ګوشه نشين سړے دے او دې په جنګ، حکومت ، عدالت، سياست ، معاشرت او اجتماعيت باندې هډو پوه نه دے. ځکه چې هغه به خپل ټول روح او بدن سره د خداے پاک په عبادت کښې داسې غرق ؤ چې د دنيا او مافيها نه به بې خبره ؤ او په تاريخ کښې هغه مشهوره واقعه ده چې کله په يو جنګ کښې يې غشے په بدن کښې نښتے ؤ او راوتل يې مشکل او دردناک وو نو صحابه کرامو وويل چې دې کله نمونځ ته اودرېدېږی نو بيا به ترې غشے وباسو ځکه چې يو خو به د خداے پاک د جلال په وړاندې د هغۀ بدن دومره نرم شو چې غشے وتل ترې داسې وو لکه چې څوک د اوړو اغږلو په وخت وېښتۀ وباسی او بله دا چې هغه به د نمونځ په وخت له چاپېره ماحول خو پرېږده له خپل بدن نه به نه ؤ خبر.يعنې د عبادت ، پرستش او خدا پرستۍ په تر ټولو اعلی مقام کښې ؤ.
خو چې کله همدغه شخصيت بيا د جنګ په مېدان کښې وينی نو دا ګمان کوی چې دې سړی سترګې هم د جنګ په مېدان کښې غړولې او هم د جنګ په مېدان کښې روزل شوے او ستر شوے دے او بې له جنګ نه يې بل څه نه دی زده يعنې د جنګ د مهارت او په جنګ کښې د اطمينان قلب په ترټولو لوړ مقام باندې فائزؤ او دا ځکه چې جنګ به يې فقط اوفقط د خداے د رضا لپاره ؤ ذاتی خوښه او ناخوښه به يې پکښې نه وه لکه هغه مشهوره واقعه ده چې يو کافر سره په جنګ ؤ او چې کله يې هغه کافر راوپرزولو او غوښتل يې چې د خداے پاک د رضا لپاره يې ووژنی هغه کافر پرې له لاندې نه وتوکل او په عربو کښې د چا په لور لاړې توکل يو ډېره لويه بې عزتی ګڼل کېده خو دغه وخت حضرت علی (ع) توره په تيکی کښې اچوی او هغه معاف کوی او هغه ترې تپوس کوی چې ولې دې پرېښودم تا خو زۀ وژلم نو ورته يې وفرمايل چې مخکښې مې له تاسره د خداے پاک د رضا لپاره جنګ کوۀ خو چې اوس تا په ما باندې وتوکل نو زما خپله غصه پکښې شامله شوه نو ما نه غوښتل چې د خداے په رضا کښې زما رضا شامله شی او تاريخ ليکی چې هغه کافر مسلمان شو.
بيا که همدغه امام علی (ع) د قضائی فېصلو په مقام کښې ليدل کيږی نو سړے ګمان کوی چې دا کس بس فقط او فقط د قضاوت، عدالت او قانون ماهر دے او بل څه يې نه دی زده. او کتابونو کښې راځی چې د درې واړو خليفه ګانو په دور کښې چې کله به هم هغوی ته څه مشکله مسئله يا فېصله راپېښه شوه نو امام علی (ع) ته بي رجوع کوۀ او هغۀ به ورته هغه مسئله په ډېر حکمت سره حل کړه او اکثر به چې د دويم خليفه په وخت کښې د هغۀ يوه مشکله مسئله حل شوه نو هر ځل به يې ويل: لَو لا عَلی لَهَلَکَ عُمَر (( يعنې که علی نه وې نو عمر به هلاک شوې ؤ ))
بيا چې همدغه شخصيت د دوستانو په ټولی کښې کښينی نو ويل کيږی چې ډېر ګپ شپی او ټوقې ټقالې کوونکې ؤ چې حتی ځينو صحابه ؤ به پرې نيوکه کوله چې دې له يارانو دوستانو سره ډېرې ټوقې تقالې او ګپ شپ لګوی يعنې پکار دی چې هر وخت يې ځان خرش پرش کړے وی. خو نه حضرت علی (ع) د قران مجيد په دې مبارک ايت ټينګ ولاړ ؤ چې مومن بايد د کافرانو يعنې د خداے د دښمنانو لپاره سخت او په خپلو کښې نرم وی. او دغه رنګ د ژوند په نورو اړخونو کښې يو کامل ذات ؤ او همدا وجه ده چې د ژوند د هرې طبقې خلک يې خپل اتل او هيرو ګڼی جنګيالی يې خپل اتل ګڼی، قانون پوهان يې خپله بېلګه منی، پهلوانان يې خپل هيرو منی د فصاحت او بلاغت خاوندان يې خپله نمونه بلی، عابدان يې د عابدانو سردار او عارفان يې خپل لارښود او صوفيان يې خپل مولا او مالک ګڼی ، د علم او حکمت خاوندان يې د علم او حکمت دروازه منی، حسابدانان يې د حساب کتاب او رياضۍ بانی ګڼی او مزدوران او محنت کش يې خپل مشر منی. يعنې د ژوند په ټولو شعبو کښې لاثانی وو چې همدې ته انسان کامل وائی يعنې يو مومن بايد د ژوند په هره شعبه کښې څه نا څه مهارت ولری او فقط يوانسانی ارزښت راټينګ نه کړی او بس يوې خوا ته ګروهنه پېدا نه کړی بلکې ټول انسانی ارزښتونه د خپل وس او کوشش مطابق په ځان کښې راوستل پکار دی.
د امام علی (ع) همدا هر اړخيز شخصيت او په خداے پاک او د خداے په ګران رسول (ص) باندې کامل ايمان ؤ چې د خداے ګران رسول (ص) يې په وصف کښې بې شمېره حديثونه بيان کړی دی او خلک يې له هغۀ سره مينې، مودت او له هغۀ څخه پېروۍ ته هڅولی دی لکه زۀ (( لکه زۀ د علم ښار يم علی يې دروازه ده که څوک علم او حکمت حاصلول غواړی نو پکار دی په دروازه راشی )) ، (( علی له ما دے او زۀ له علی څخه يم ))
((له علی سره مينه له ما سره مينه ده او له علی سره دښمنی له ما سره دښمنی ده ))، (( زۀ چې د چا مولا او آقا يم دا علی د هغوی مولا او آقا دے )) ، (( حق له علی سره دے او علی له حق سره دے ))، (( اے خدايه حق هغې خوا ته بوځې چې کوم خوا علی وی )) (( علی له قران سره دے او قران له علی سره دے ))،(( دعلی ذکر عبادت دے )) ، (( د علی مخ ته کتل عبادت دے )) ، (( له علی سره جنګ له ما سره جنګ دے او له دۀ سره صلح له ما سره صلح ده ))، (( اے خدايه! له هغه چا سره مينه وکړې چې له علی سره مينه کوی او له هغه چا سره دښمنی وکړې چې له علی سره دښمنی کوی )) او داسې نور ډېر حديثونه چې د حديثونو کتابونه ترې ډک دی .
په هر حال د حضرت علی ذات يو داسې پېچيده ذات دے چې پېژندل يې ګران دی او د خداے د ګران رسول (ص) د يو حديث له مخې چې فرمائی د علی مقام يو خداے او يو ما ته معلوم دے. همدا وجه ده چې د عقيدې له لحاظه د امام علی په حقله رنګ رنګ عقيدې جوړې دی ځينو خداے وګڼلو او ګمراه شول لکه په تاريخ کښې نصيريان او په اوس زمانه کښې علی اللهيان يا چا اول امام ومنلو لکه شيعه ، عارفان، د تصوف خاوندان او ځينې سنيان يا چا څلورم خليفه ومنلو لکه اکثرو سنيانو يا چا څلورم خليفه هم و نه منلو او او د هغۀ په خلاف يې بغاوت وکړ او هغۀ ته کنځل کول يې روا وبلل لکه معاويه بن ابو سفيان، د هغۀ ملګری او ناصبيان، همدا رنګ ځينو کافر، ګمراه او واجب القتل وبالۀ لکه خوارج او د هغوی ملګری. له دې عقيدو نه هم پته لګيږی چې پېژندګلی يې ګرانه ده
بالاخره داسې يو وخت راشی چې له دريم خلافت نه پس امام علی (ع) ته خلق راشی چې زمونږ خليفه نشته تۀ زمونږ خليفه شه نو هغه يې نه قبلوی او ورته وائی چې ځئ څنګه مو مخکښې ځانته خليفه ګان خوښ کړل دغه شان اوس هم د ځان لپاره څوک خليفه غوره کړئ او ما په خپل حال پرېږدئ او که هر څوک مو خوښ کړل زۀ به ورته خپل رضايت ورکړم او فرمايل به يې چې په تاسو باندې له حکومت نه زما دا زړه او ګنډلې پڼه ښه ده خو خلقو ورته ويل چې مونږ بې له تا نه بل څوک نه غواړو او يوه موده د مسلمانانو خليفه نه ؤ او امت بې برخليکه ؤ او خلق به ورته په جرګو تلل راتلل خو هغۀ به ورته انکارکوۀ چې بالاخره خلق په يو هيړ سره پرې راغونډ شول او د خلافت د قبلولو او بيعيت کولو لپاره يې په زور باندې د مجبورولو کوشش وکړو(کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٠ مخ، انساب الاشراف بلاذری ٢ ټوک ٢٠٣ مخ، تاريخ ابوالفداء ١٧١ مخ او دغسې نور کتابونه )
خپله حضرت علی (ع) په زور باندې د خلکو د بيعت اخېستو حالت داسې بيانوی:
(( ناګهانه له ما نه ګېر چاپېره د خلقو يو هجوم راتاو شو او زۀ يې په منېځ کښې راګېړ کړم او په دغه ګڼه ګوڼه کښې زما حسن (ع) او حسېن (ع) چېخڼې شول او جامې مې له دواړو طرفو نه اوشلېدې او خلق د ګډو د هغې رمې په شان چې شپون يې نه وی زما خوا ته ( د بېعت لپاره ) رامات شول )) ( نهج البلاغه شققيه خطبه )
بيا يې وفرمايل: (( قسم په هغه خداے چې دانه يې چاولې ده او انسان يې پېدا کړے دے که چرې ګڼ شمېر خلق له ما نه ګېر چاپېره نه وې راغونډ شوې او د ملګرو په مرستې سره په ما باندې حجت نه وې تمام شوې او که چرې خداے پاک له پوهانو او علماؤ نه دا لوظ نه وې اخېستې چې د ظالمانو د خېټو ډکولو او د مظلومانو او بې وزلو د تشو خېټو په مخکښې به چپ نه پاتې کيږی نو ما به د خلافت د اوښ دا واګی د هغۀ په شا اچولی وو او د وړومبی جام به مې د هغو په اخېر باندې څښلے وې )) ( نهج البلاغه ٣ خطبه )
نو همدغه امام علی (ع) چې کله د خلقو په ډېر ټېنګار او زور د خلافت واګی په دې شرط په لاس کښې واخلی چې زۀ به د خداے پاک او د هغۀ د رسول (ص) د احکامو او د خپل مطابق حکومت چلوم او خلقو يې دا شرط ومنلو نو دغلته هم بيا د يو کامل عادل حاکم نمونه ښئ او په هغو ټولو پوسټونو او وزارتونو او ګورنريو چې کوم نااهله کسان ناست وو د هغوی د څنګته کولو حکمونه يې جاری کړل که څه هم ځينو ملګرو لکه مغيره بن شعبه مشوره ورکړه چې فی الحال دغه کسان په خپلو پوسټونو باندې پرېږده بيا به وروستو ورسره وګورې خو حضرت علی (ع) ورته وفرمايل: (( په خداے مې دې قسم وی چې د خپلو دينی فرائضو په اجرا کښې به سستی او ځنډ ونکړم )) ( مروج الذهب ٢ ټوک ٣٥٤ او ٣٥٥ مخونه، کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ )
همدا رنګ چې کله مغيره پوه شو چې هغه په هيڅ قيمت دغو کسانو سره کمپرومائز او مصلحت ته تيار نه دے نو ورته يې وويل (( چې خېر دے که نور کسان له پوسټونونه لرې کوې لرې يې کړه خو معاويه بن ابوسفيان د شام له والی توبه مه لرې کوه ځکه چې هغه ډېر سپين سترګے دے او د شام خلق د هغۀ اطاعت کوونکی دی او ستا لپاره د هغۀ د باقی ساتلو لپاره دا بانه هم کافی ده چې ووائې چې هغه خو عمر بن خطاب (رض) د شام والی مقرر کړے دے)) خو حضرت علی (ع) ورته په ځواب کښې وفرمايل: (( نه ، په خداے مې دې قسم وی چې د دوو ورځو لپاره به هم معاويه په کار پرې نږدم )) ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ مروج الذهب ٢ ټوک ٢٥٦ مخ ) همدارنګ د ترۀ زوے عبدالله بن عباس هم ورته مشوره ورکړه چې اوس خېر دے معاويه په خپل پوسټ پرېږده چې کله بيعت وکړی او ستا کار روان شی نو بيا يې لرې کړه خو امام علی (ع) هغۀ ته هم له انکار نه ډک او پرېکنده ځواب ورکړ. ( کامل ابن اثير ٣ ټوک ١٩٧ مخ ، تاريخ طبری ٤ ټوک ٤٤٤ مخ ) همدا رنګ يې حکم جاری کړو چې له بېت المال څخه به له نن نه پس د ټولو مسلمانانو تخواګانې مساوی وی او په دې کښې به د هيڅ چا د خپلوۍ، مخينې او معتبرۍ خيال نه شی ساتلې. او په يو ځاے کښې يې وفرمايل: (( خوار او مظلوم زما په نزد غوره او عزتمن دے تردې چې د هغۀ حق له ظالم نه واخلم او زرور او ظالم زما په نزد ناتوان دے تردې چې له هغۀ نه د مظلوم حق واخلم، زۀ هم له تاسو نه يو فرد يم ستاسو په ګټه او تاوان کښې شريک يم ، زۀ تاسو د پېغمبراکرم (ص) د سيرت په لور رابلم او د هغوی احکام په تاسو کښې رائجوم، پوه شئ چې هر هغه جاګير چې مخکښې خليفه چا ته ورکړےوی او د عوامو له مالونو نه چې هر مال يې چا ته بخښلے وی هغه دې بېت المال ته راستون کړی که څه هم هغه يې د ښځو په مهرونو کښې ورکړے وی او يا يې پرې وينځې اخېستی وی ځکه چې د عدل او انصاف دروازه پرانسېتې شوې ده او هغه څوک چې عدل او انصاف پرې باندې تنګ وی د ظلم او بې انصافۍ ډګر به پرې تنګ کړې شی )) ( نهج البلاغه ١٥ خطبه، شرح ابن ابی الحديد ١ ټوک ٢٦٩ مخ ، ثوره الحسېن ٥٧ مخ )
ادامه مطلب باتن باندی کلک کری پوره مطالب ولولی...|||